سیمه ییز خبرونه
د دولت وسله وال مخالفين دې په ټاكنو كې برخه واخلي
په هېواد كې د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې برخليك ټاكونكې بلل كيږي؛ هرڅو مره، چې دغه بهير ته نژدې كيږو په سياسي كړيو كې بحثونه، منډې او هڅ هم ډېروالى مومي.
د سولې عالي شورا بهرنى سلاكار محمد اسماعيل قاسميار له طالب مشرانو غوښتي، چې په ټاكنو كې برخه واخلي او د افغانانو په وړاندې له جگړې لاس واخلي.
د انجنير گلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له غړيو او ملاتړو څخه د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د گډون په اړه د دغه گوند غوښتنه هغه بل مورد دى، چې د سولې عالي شورا د هركلي لامل شوې ده .
د ولسي جرگې غړى شريفي بلخي دا پوښتنه را منځته كړه، چې د سولې عالي شورا په سياسي بهير كې د وسله والو مخالفينو د رهبرانو د گډون لپاره كومه تگلاره لري او كه نه؟
له دې وړاندې هم ولسمشرحامد كرزي څو ځلې له وسله والو ډلو غوښتي، چې له وسله والو فعاليتونو لاس واخلي، د سولې له بهير سره يوځاى شي او په ټاكنو كې ونډه واخلي؛ خو په تېرو څو كلونو كې دا غوښتنه هيڅ عملي نه شوه.