تازه خبرونه

د دوه زره نورو طالب بندیانو پر خوشې کولو ګډ کار روان دی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۳۹۹)

په کابل کې د طالبانو تخنیکي پلاوي او حکومت د پاتې ۲۰۰۰ خوشې کیدونکیو طالب بندیانو د نوملړ پر جوړولو کار پيل کړی دی.

د طالبانو تخنیکي پلاوي او حکومت د هغو دوه زره نورو طالب بندیانو پر نوملړ ګډ کارکوي، چې په پام کې ده له زندانه آزاد شي.

په کابل کې د حکومت یوې سرچینې ویلي؛ دا بهیر به له هغې وروسته پيل شي، چې حکومت د طالبانو نوملړ وارزوي.

یادې سرچینې دا هم ویلي، چې ښایي دولت د ځینو بندیانو له آزادولو سره موافقه ونکړي؛ نو، ځکه به د طالبانو د تخنیکي پلاوي د نوملړ له ارزونې وروسته دا بهیر پيل شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وایي، چې د بندیانو آزادي، د تاوتریخوالي بندول، اوربند او د بندیانو د خوشې کیدو چټکول د بندیانو د خوشې کولو لپاره د حکومت بنسټیزه پرېکړه ده.  

د دوه زره نورو طالب بندیانو له خوشي کیدو سره به د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د ۵۰۰۰ آزاد شویو طالب بندیانو شمېر هم پوره شي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وایي، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدل د امریکا او خلیلزاد پر فشار تر سره کیږي. خلیلزاد په دې وروستیو کې د افغانستان له درې سیاسي مشرانو حامد کرزي، اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ښکاره کړه، چې د طالب بندیانو له آزادیدو پرته خپلمنځي خبرې نه پیلیږي.        

د ملي امنیت شورا ویلي، په وروستیو دوه اوونیو کې طالبانو۲۴۰ ملکيانو ته مرګ و ژوبله اړولې؛ خو طالبانو دا څرګندونه رد کړې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي؛ په دې وروستیو دوه اوونیو کې د طالبانو ۸۹ ملکي وګړي وژلي او۱۵۰ نور ټپیان دي.

په حکومت کې سرچینې مني، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې؛ خو دا کموالی د پام وړ او په هغه کچه ندی، چې دولت یې تمه لري.

Trending

Exit mobile version