تازه خبرونه

د دوه زره نولسم کال ټاکنې به د سیمې په کچه ډېرې رڼې او پاکې وي – غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د ځواب ویلو په دوه یمه ناسته کې د توکیو او لندن له ناستو څخه د جوړ شوي ښه حکومت د ژمنو او ټولیزو کړنو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر غني وویل، نن د یوه پر ځان بسیا افغانستان لپاره خپلې ژمنې بیانوم، چې په کې امنیت وي او افغانان شخصي آزادي ولري. افغانستان د پراختیا پر لور د حرکت په حال کې دی.

هغه ډاډ څرگند کړ، چې په حکومتي ادارو کې ظرفیت جوړونه او وزیرانو ته د معینیانو د ټاکنې واک ورکول، د افغانستان په ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومت دارۍ ملاتړ او همدا راز د خصوصي سکتور پیاوړتیا مو راڼه لومړیتوبونه دي.

ولسمشر غني له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې وویل، د کابل بانک دوسیې بیا پرانیستل شوه او

حکومت ته مو ډېر عواید را ټولول کړي دي.

ولسمشر دغه راز څرگنده کړه، چې د تدارکاتو کمیسیون جوړ شو، چې د حکومت د پیسو د بې ځایه لگولو مخنیوی به پرې وشي.

د هغه په وینا؛ په عدلي او قضایی بنسټونو کې پراخ بنسټه بدلونونه رامنځته شوي دي.

ولسمشر ټینگار کوي، چې ده او اجرائیه رییس حکومت بشپړ کړی او په واحد نظر با ثبات افغانستان ته هڅې کوي.

دی د ټاکنیزو قوانینو پر تعدیل هم ټینگار کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نن شپه به د کابینې په ځانگړې ناسته کې د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون وړاندیزونه وڅېړل شي. له هغه ځایه، چې پارلمان په وروستي کاري کال کې نه شي کولی د ټاکنو قانون بدل کړي؛ د ټاکنو قانون به نن شپه په تقنیني فرمان تعدیل شي. په نږدې راتلونکې کې به د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون د ولسوالیو د شوراگانو او پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو نېټه اعلام کړي. ډاډ من یم، چې د دوه زره نولسم کال ټاکنې به د سیمې په کچه رڼې او پاکې وي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی نیکولاس هایسم وایی، افغانستان له جدي ننگونو سره مخ دی.

هغه ټینگار کوي، چې دغه هېواد په سم لوري د حرکت په حال کې دی.

ولسمشر غني د افغانستان دونرانو ته ژمنه ورکوي چې د بروکسل تر ناستې به افغان دولت وکړای شي د باور وړ بودجه را منځته کړي او د بشر د حقونو په برخه کې به کار وکړي. د سولې خبرې به د دوستو هېوادونو په همکاري سره په جدي توگه پر مخ یوسي.

 

خبریال: فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version