1393ټاكنې

د دوه يم پړاو احتمالي ټاكنو ته چمتو يو- جنرال امان

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د قسمي پايلو له اعلان سره جوخت امنيتي چارواكي وايي:

د دوه يم پړاو احتمالي ټاكنو ته چمتووالى لرو.

د ملي دفاع وزارت عملياتي رييس جنرال افضل امان وايي، ملي ځواكونه د خلكو له پراخ ملاتړ برخمن دي او خپله دنده په بشپړ ډاد تر سره كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د چارواكو په وينا، كه د ولسمشرۍ له اته نوماندانو څخه هيڅ يو د بري لپاره لازمې رايي تر لاسه نه كړي، ټاكنې دوه يم پړاو ته ځي.

افغانان، چې د وروستيو كلونو جگړو سخت ځپلي، د وري د ۱۶ په ټاكنو كې يې په پراخ گډون تمه ښكاره كړه، چې هېواد له روانو ستونزو خلاصى ومومي.

دا، چې كوم نوماند به په پنځوس جمع يو رايو وټاكل شي، په دې اړه ډېر بحثونه او اټكلونه كيږي.

د ولسي جرگې ځينې غړې فوزيه كوفي وايي، تر اوسه د امنيتي ځواكونو مسووليتونه سر ته نه دي رسيدلي.
د دې په وينا، له ټاكنو څخه وروسته حالت نور هم حساس دى.

د ټولنيزو چارو كارپوه ضيا نيكبين وايي، د ټاكنو په دوه يم پړاو كې د خلكو گډون رڼې ټاكنې تضمينوي.

ټاكل شوې ، چې نن يكشنبه به د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو قسمي رايې اعلان شي.

Trending

Exit mobile version