تازه خبرونه
د دوه پوځيانو په گډون د ټاكنيزو درغليو په تور ۱۲ تنه ونيول شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
كورنيو چارو وزارت وايي، په ټاكنو كې د خلكو پراخ حضور د وسلوالو د ناكامۍ اصلي علت دى؛ خو ټاكنيزې درغلۍ او لاسوهنې د اندېښنې وړ دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، تر اوسه څه باندې ۱۳ پوليس او لس ملكيان په ټاكنو كې د لاسوهنې په تور له دندو ليرې شوي او يا هم نيول شوي دي.
دا وزارت له ټولو كانديدانو غواړي، چې په درغليو كې د پوليسو د لاس لرلو په اړه دې اسناد او شواهد وړاندې كړي، چې ورته لاسرسى وشي.
د كورنيو چارو وزارت وياند همدا راز وايي، راى كڅوړې خوندي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې د شنبې په ورځ( د وري۱۶) په پراخو امنيتي تدابيرو كې تر سره شوې. د ټاكنو په ورځ د وسلوالو په بريدونو كې اتلس امنيتي سرتېري، څلور ملكيان او ۱۷۰ وسلوال طالبان ووژل شول او د درې ځانمرگو په گډون ۷۶ نور وسلوال مخالفين ژوندي ونيول شول.