تازه خبرونه
د دوه یم پړاو خبرې به پر اورکم راڅرخي – عبدالله
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر په تاجکستان کې له میشتو افغانانو سره د لیدنې بر مهال ویلي، چې د دوه یم پړاو خبرې به د تاوتریخوالي پر کمي راوڅرخي؛ ځکه د هغه په خبره د تاوتریخوالي ډېروالی به افغانستان ناڅرګند لوري ته ورټېل وهي.
عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې په ډېره وژنه سیاسي بری نه تر لاسه کیږي.
دغه راز د افغان حکومت مرکچي پلاوی په دوه یم پړاو خبرو کې د خپل واک د معلومېدو غوښتنه لري.
د حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي؛ لومړی باید دا ښکاره شي، چې مونږ به پر میز پر کومو برخو خبرې کوو.
همدارنګه کابل ته له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې درې امریکایي پوځي چارواکي کابل ته راغلي دي. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د سولې بهیر او تاوتریخوالي د کمي په اړه خبرې کړي دي.
د نوي بنسټ ګوند مشر احمدالله علیزي ویلي؛ دا سفرونه ډېر اړین ندي، اړینه هغه پایله ده، چې خلک یې لیدونکي ندي.
مخکې له دې د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي او د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومنداني قومندان جنرال مک کینزي کابل ته راغلي وه؛ خو دا څرګنده نده، چې په دې لیدنو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په اړه هم خبرې شوي او که نه.