تازه خبرونه
د دوه یم پړاو احتمالي ټاکنو لپاره باید لنډمهالی حکومت رامنځته شي- حکمتیار
د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له ځنډیدو وروسته ګلبدین حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو لومړنی نوماند دی، چې د احتمالي ولسمشریزو ټاکنو پر دوه یم پړاو ټاکنو خپل غبرګون په ډاګه کوي.
هغه وړاندیز کوي، چې په راتلونکې پسرلي کې د دوه یم پړاو ټاکنو لپاره باید لنډ مهالی حکومت رامنځته شي.
هغه په یوه خبري غونډه کې د یکشنبې پر ورځ( د تلې ۲۸) څرګنده کړه، چې میلیونونه دالر د یوه مشخص نوماند په ګټه ولګیدل او یو میلیون بې بایو متریک رایې هم په صندقونو کې واچول شوې.
ښاغلی ګلبدین حکمتیار زیاته کړې، چې په ټولیزه توګه د ټاکنو پایلې ده ته د منلو ندي.
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماند دا هم ویلي؛ که د رای ورکوونکیو شمېر یو نیم میلیون وي، نو ټاکنې دوه یم پړاو ته تلونکې دي، چې باید په پسرلي تر سره شي.
نوموړی د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د بهرنیو دیپلوماتانو په تګ راتګ هم نیوکه کوي او وایي، چې د ده لپاره یې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ښاغلی حکمتیار دغه څرګندونې له وخت مخکې ګڼي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې کمیسیون د ټاکنیزو ډلو تر فشار لاندې دی او د له وخت مخکې خبرو ډډه نکوي. دوی باید د خپلو څرګندونو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو ته اسنادو او مدارکو وړاندې کړي.
حکمتیار دا هم لیرې نه ګڼي، چې که اړتیا شوه د خپلو پلویانو د رایو د دفاع لپاره به بېرته سنګر ته ستون شي.