تازه خبرونه

د دښمن د ګډوډۍ او په نظام کې د مشکلاتو رامنځته کولو مخه د ایمان پر زور ونیسئ – شیخ هبة‌الله

د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده پرون د ۲ زره ۶۰۰  کډونوالو د اسلامي ثقافت په ملي څلور ورخني کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي؛ کفارو د افغانستان په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې، چې ټول یې باید په ګډه پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.

د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.

د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د تدریس، ارزښت او اغېزې په دې ملي کنفرانس کې د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې وویل؛ زه تاسې ته هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ؛ نو په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نشي، چې ترمنځ مو ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.

دغه راز نوموړي د علم پر ارزښت د خبرو پرمهال ویلي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده، چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»

د اسلامي امارت رهبر ویلي؛ په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.

دغه راز عالماو او پوهانو ته سپارښتنه شوې، چې په چارو کې د الله تعالی پر رضایت ټینګار وکړی؛ ځکه، چې په نارضایتۍ کې یې د خلکو خیر نشته.

شیخ هبة‌الله آخوندراده د اسلامي امارت چارواکو ته دا هم ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ؛ اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید پر سل کاله قربانیو هم ستړي نشو.»

دا څلور ورځني کنفرانس د لوړو زدکړو وزارت د چارسمبالي نداء محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي ریاست چارسمبالي، د مرکزي دارالافتاء رییس، د کندهار ولایت امنیه قومندان، د هلمند ولایت د عالمانو شورا رییس، د لوړو زدکړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییس صاحبانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو پر ګډون پیل شو، چې په کې د اسلامي امارت له رهبر سره ۲۶۰۰ کسانو يو ځل خپل بیعت تازه کړ.

د یادونې ده، چې د دغه کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي ـ څېړنیزې مقالې هم وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version