تازه خبرونه
د دیورند کرښې په دواړو غاړو کې د میشتو قومونو د یو ځای کیدو چاره به ژر عملي شي
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وایي؛ هڅه کوم، چې په خپلو سلو لومړیو کاري ورځو کې په هېواد کې میشت بېلابېل قومونه له حکومت سره همکاریو ته را وبولم.
د قومونو د پیوستون لپاره د اساسي طریقو را منځته کول، په ولایتونو کې د ملي یووالي د ټینگښت لپاره د نفوذ لرونکیو څېرو او دیني عالمانوپه حضور کې د جرگو جوړول، سرحدي ننگونو ته لاسرسی او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو را منځته کول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر د سل لومړنیو کاري ورځو د پلان اساسي ټکي دي، چې گلاب منگل یې پر تطبیق ټینگار کوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیرمحمد گلاب منگل په ډاگه کړه؛ د سرحدي سیمو په ځانگړي توگه د دیورند کرښې په دواړو غاړو کې پراته قومونه د ترهگرۍ ښکار شوي او اړتیا ده، چې د شته ننگونو د حل لپاره په دې برخه کې عملي گامونه واخیستل شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ټینگار کوي، چې د دې وزارت سترو مسوولتونو ته په پاملرنه اړینه ده، چې د ملي یووالي حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تشکیلات پراخ کړي او همدا راز د دې وزارت په مصرفي بودجه کې له سره کتنه وشي.
خبریال: رفیع صدیقی.