سیمه ییز خبرونه
د رابعه بلخې روغتون نسايي څانگه د بيات بنياد لخوا د اكسيجن په سيستم سمباله او بشپړه شوه
د رابعه بلخې روغتون نسايي څانگه د دغه روغتون د مسوولينو او بيات بنياد د چارواكو له خوا پرانيستل شوه او د استفادې وړ وگرزيده .
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:
ميرمن فاطمه ليا بيات دوه مياشتې وړاندې د رابعه بلخي روغتون له ناروغانو څخه د ليدنې په وخت د دغه روغتون له مسوولينو سره په كتنه كې د روغتون د بېلابېلو څانگو په ستونزو ځان خبر كړى و.
ميرمن بيات د روغتون مسوولينو سره ژمنه كړې وه، چې د دغه روغتون د جراحۍ څانگې په بيارغونه كې به هڅه كوي.
دا څانگه د بيات بنياد له خوا په لږه موده كې په اساسي توگه رغول شوې او د ريكورۍ خونه يې د دوراني اكسيجن په سيستم سمباله شوه.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل دا كار په روغتون كې د ناروغانو د ستونزو په حل كې يو ګټور گام وباله .
د رابعه بلخي روغتون سرپرسته داكتره مسعوده فيضي رحيق د بيات بنياد هڅې وستايلې او زايي، چې د دغه روغتون ډېره مهمه څانگه يې په لږه موده كې له بيارغولو وروسته د دوى په واك كې وركړه.
د دغه روغتون دوه نورې مسولينې فروزان او نسرين هم د نسايي ولادي جراحي څانگې رغول يوه مهمه اړتيا وگڼله او په دې برخه كې د بيات بنياد همكاري يې وستايله.
دوى له بيات بنياد څخه غوښتنه كوي، چې په نورو برخو كې هم مرسته وكړي.
بيات بنياد د نسايي ولادي د جراحۍ څانگې پر بيارغونه سربېره دغه روغتون ته يوه اندازه طبي وسايل او درمل هم وركړل، چې د ناروغانو په درملنه او د ستونزو په حل كې ترې گټه واخلي.
د رابعه بلخي روغتون، چې د كابل ښار په مركزي سيمه كې موقعيت لري، چې هره ورځ له مركز او ولايتونو څخه ورته د ۲۰۰ په شاوخوا كې ناروغان مراجعه كوي.
بيات بنياد د جوړيدو له وخته د مور او ماشوم روغتيا ته د پام وړ كار كړى، چې كولى شو په بلخ، ننگرهار، فارياب، دايكندي، ميدان وردگ، سرپل او پكتيا ولايتونو كې د مور او ماشوم د روغتونو له جوړولو يادونه وكړو.