سیمه ییز خبرونه

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د ځنډېدلو اندېښنې پاى ته ورسېدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر بايد په راتلونكو ټاكنو كې د ټاكنو د ساتونكې رول ولري او هېچا ته په دغه بهير كې د مداخلې اجازه ورنكړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا (فيفا) د دغو څرگندونو تر څنگ وايي، چې د ژمې په ساړو كې ولسمشرۍ ته د نوماندو كسانو تر مېنځ ټاكنيزې مبارزې يوه اندېښنه بلل كېږي او د ټاكنو كميسيون بايد په دغه برخه كې نوې كړنلاره پېدا كړي.

دغه بنسټ په دې باور دى، چې د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو شفافيت د ټاكنو د خپلواك كميسيون په نظام كې پر پراخو بدلونونو پورې تړاو لري.

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو د نېټې اعلان هغه اندېښنې پاى ته ورسولې، چې وېل كېدل راتلونكې ټاكنې به وځنډول شي خو د ټاكنو د شفافېت اندېښنه لاهم په خپل ځاى پاته ده.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د اعلان شوې نېټې له مخې راتلونكې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا گانو ټاكنې به د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه نېټه تر سره شي.

د شرايطو سره برابر كسان د وږې له  ۲۵ نېټې څخه بيا د تلې تر ۱۴ نېټې پورې وخت لري، چې په ټاكنو كې د گډون لپاره نوم ليكنه وكړي.

او ټاكنيز كمپاين به د لړم په شپږويشتمې نېټې څخه پېلېږي او د وري مياشتي تر ديارلسمې نېټي به دوام كوي، چې شاوخوا څلورنيمې مياشتې وخت كېږيږ.

خو د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ رئيس نادر نادري او د حزبونو او ايتلافونو شورا د اندېښنې وړ خبره د ټاكنيز كمپاين وخت نه بلكې د دغه بهير موسمې وخت دى.

د ټاكڼو شفاف تر سره كېدل او په دغه بهير كې د دولتي بنسټونو د مداخلې نه كول هغه څه دي، چې د ټاكنو اړونده بنسټونه پرې ټينگار كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون په داسې حال كې، چې د دغو ټاكنو پر سرتاسرۍ ټنگار كوي خو د ټاكنو شفافېت په هېواد كې په امنيت پورې تړلى موضوع بولي.

Trending

Exit mobile version