تازه خبرونه
د راتلونكيو ټاكنو تبليغاتي پاڼې دې د تگلارې له مخې ولگول شي
د ټاكنو خپلواك كميسيون د راتلونكيو ټاكنو كانديدانو ته خبردارى وركوي، چې كه خپلې تبليغاتي پاڼې د تگلارې خلاف په هر ځاى كې ولگوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كميشنر سریر احمد برمک وايي، د ټاكنيزو كمپاينونو لايحه تصويب شوې ده. دا بنسټ د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو له كانديدانو غواړي، چې د خپلو ټاكنيزو منډو تړلو پر مهال دا لايحه رعايت كړي.
ښاغلى سریر احمد برمک وايي، له دې لايحې څخه د سرغړونې په صورت كې به دا يوه ټاكنيزه سرغړونه وبلل شي.
دكابل ښاروالي د ښاري خدمتونو مرستيال خوږمن علومي وايي:
ممكن د كانديدانو تبليغاتي پاڼې او پوسترونه په هغو ځايونو كې وڅړول شي، چې دې كار ته ټاكل شوي نه دي.
ښاغلى خوږمن علومي وايي، كه داسې وشي، نو د بې نظمۍ سبب به وگرزي او د ښار بڼه به هم خرابه شي.
له څو لسيزو وروستيو جگړو دې ته زمينه برابره كړې، چې زياتره خلك د ښار اوسيدنې فرهنگ هير كړي.
د ښار په څنډو كې د تېرو ټاكنو د كانديدانو پوسترونه اوس هم تر سترگو كيږي، چې هر ځاى كې لگول شوي ول او د ښار بڼه يي بدله كړې وه. وبه كتل شي، چې دا ځل به حالت څه ډول وي.