سیمه ییز خبرونه
د راتلونكيو ټاكنو ننگونې په گوته شوي او حل لارې به ورته ولټول شي
د كورنيو چارو وزارت د ۳۴ ولايتونو امنيه قوماندانان كابل ته رابللي، چې په يوه سيمينار كې د راتلونكيو ټاكنو پر امنيتي ننگونو ور سره خبرې وكړي.
د كورنيوچار وزارت وياند صديق صديقي وايي، د دې پېنځه ورځني سيمينار موخه دا ده، چې د ۳۴ ولايتونو له امنيه قوماندانانو خبرې واوريدل شي، چې په كومو برخو كې ستونزې شته.
نوموړى زياتوي، د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه هم د ټاكنو په وړاندې يو گواښ دى او د دې تر څنگ نورې ستونزې هم شتون لري، چې په گوته شوي او د ټاكنو له خپلواك كميسيون سره به په گډه د دې ستونزو د حل لارې وموندل شي.
ښاغلي صديقي په ډاگه كړه، چې د هېواد د نورو ولايتونو په كچه غور، بدخشان، بادغيس او هلمند هغه ولايتونه دي، چي د ټاكنو په وړاندې په كې ډېرې ستونزې شته.
مخكې له دې امنيتي بنسټونو په يوه راپور كې، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارل شوى ويلي، له ۶۸۰۰ ټاكنيزو مركزونو څخه ۴۱۴ د لوړې كچې له امنيتي گواښونو سره مخ دي او شونې نه ده، چې ټاكنې په كې وشي.