سیمه ییز خبرونه

د راتلونكي كال د حاجي صاحبانو لپاره پچه اچونه پيل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د حج و اوقافو وزارت د هغو حاجي صاحبانو پچه اچونه پيل كړه، چې د جج د مراسمو د ترسره كولو لپاره يې نومليكنه كړې ده.

دغه وزارت د حج د مراسمو له زرگونه كسانو څخه هر كال دېرش زره د دې فريضې د تر سره كولو لپاره په پچه اچولو ټاكي.

د حج و اوقافو وزير محمديوسف نيازى وايي:

دغه وزارت د پچې اچونې لومړنى پړاو د كار د رڼښت لپاره پيل كړ، خو د حج د مراسمو د ادا كوونكيو نومليكنه به روانه وي.

د ښاغلي نيازي په وينا :

د لومړي پړاو په پچه اچونه كې څه نا څه ۲۵۰۰ گدونوالو برخه اخيستې ده.

د حج و اوقافو وزير وويل:

سږ كال به په سعودي عربستان كې د حاجي صاحبانو د تگ راتگ ستونزې حل شي. په تېرو كلونو كې سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږد او پچې اچونې  بهير له ستونزو سره مخ و.

ښاغلى نيازى وايي:

تېر كال د حج په مراسمو كې د ملي شورا د غړيو ډله ييز گډون نه يوازې ستونزې رامنځته كړې، بلكې  د نيوكو غږ هم  پرې راپورته شو.

نوموړي ټينگار وكړ، چې:

د حج و اوقافو  وزارت د ملي شورا د استازيو د گډون مخنيوى كولى نه شي.

ښاغلي نيازي زياته كړه، چې د ملي شورا استازي دې پخپله پرېكړه وكړي او د غوښتنو او اړتياوو له مخې دې يو د ډاډ وړ ميكانيزم رامنځته كړي.

Trending

Exit mobile version