سیمه ییز خبرونه

د راتلونكي كال په پرمختيايي بودجه كې هوايي چلند ته پامرنه نه ده شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د مالي محدوديت له امله افغان دولت د دغه وزارت له مخكې پيل شوي پروگرامونو سره يوازې دوه څلوېښت ميليون دالر ځانگړي كړي دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزير داود علي نجفي وايي، له دې سره سره، چې افغانستان په وچه كې راگير هېواد دى او هوايي او ځمكنيو بېخبناوو ته يې پاملرنه په لومړيتوبونو كې راځي؛ خو د مالي محدوديتونو له كبله دولت د راتلونكي مالي كال په پرمختيايي بودجه كې يوازې هغو پروگرامونو ته پيسې ځانگړې كړي، چې مخكې پيل شوي دي.

هغه وايي، په راتلونكي مالي كال كې به افغانستان د هوايي چلند په برخه كې هيڅ نوى پروگرام ونه لري.

د ترانسپورت وزير زياتوي، د هوايي چلند په برخه كې له ستونزو سره سره په روان كال كې له دې لارې د افغانستان عوايد ۶۵ ميليون دالرو ته لوړ شوي دي.

د هغه په وينا، كه په هېواد كې د بهرنيو الوتنو څارنه ښه او نوي رادارونه ودرول شي له شك پرته عوايد به نور هم ډېر شي.

له دې وړاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواكو ويلي ول، چې مرستندوى هېوادونه هوايي چلند او د افغانستان د فضا په څارنه كې پاملرنه نه كوي.

Trending

Exit mobile version