سوداگري

د راتلونکي مالي کال د بودجې طرحه جوړه شوه – مالیې وزارت

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۸, ۱۴۰۰

د مالیې وزارت وايي، د راتلونکي مالي ۱۴۰۱ لمریز هجري کال لپاره د بودیجې طرحه چمتو شوې او په راتلونکې اوونۍ کې به د تصویب لپاره وزیرانو شورا ته وړاندې شي.

د یاد وزارت ویاند احمد ولي حقمل ويلي، ټوله بودجه په کورنیو عوایدو پورې تړلې، نه پر بهرنیو مرستو.

حقمل هیله من دی، چې وزيرانو شورا به د بودجې طرحه د روانې مياشتې تر پايه تصويب او د پلي کېدو لپاره به اړوند ادارو ته وسپارل شي.

حقمل زياته کړې: په تېرو ۲۰ کلونو کې دا د افغان حکومت لومړۍ بودجه ده، چې له بهرنیو مرستو سره  تړلې نده او مونږ ټوله د خپلو کورنیو عوایدو پر بنسټ جوړه کړې ده.

حقمل وایي: د عادي بودجې په برابرولو کې کومه ستونزه نشته او د کورنيو عوايدو له لارې تمويلېږي؛ خو د پراختيايي بودجې په برخه کې ځينې ستونزې شته.

ده ويلي، چې په دې بودجه کې محدودې؛ خو مهمې پروژې شاملې شوې دي.

حقمل ويلي، که د کال په لومړۍ نيمايي کې کورني عوايد لوړ شي، بودجه به تعديل او نورې پراختيايي پروژې به په کې شاملې شي.

د اقتصادي چارو پوهانو ويلي، بودجه یوازې د وزارتونو د لګښتونو د پوره کولو لپاره نده، بلکې په ټول هېواد کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره هم ځانګړې شوې ده.

په تېرو کلونو کې د افغانستان د هر مالي کال بودیجه څلور اعشاریه پېنځه ۴،۵ میلیارد افغانۍ اټکل شوې وه، چې ۴۰ سلنه یې پراختیايي پروژو ته ځانګړې وه، په هغه وخت کې به ټوله بودجه پر بهرنیو مرستو ولاړه وه او کسر به یې ډېر و.

دا په داسې حال کې ده، چې د یوې نړیوال بنسټ د سروې له مخې؛ د افغانستان فراري ولسمشر اشرف غني، چې تېر شل کاله یې د تېر حکومت په بېلابېلو پوستونو کې د رهبرۍ دنده لرله؛ د نړۍ دوه یم مفسد شخصیت نومول شوی دی.

Trending

Exit mobile version