تازه خبرونه
د راتلونکي په اړه د افغانانو باور زیات شوی ـ انټرنشنل دموکراسي
د انټرنیشنل ډیمو کراسي بنسټ څیړنې څرګندوي چې د راتلونکې په هکله د افغانانو باور ۳۳ په سلو کې زیات شوی دی.
دغه بنسټ د امریکا پرمختیایی ادارې په مرسته د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې له څه باندې څلورو زرو وګړو سره مرکې کړې او پر بنسټ دغه رپوټ جوړ کړی دی.
د انټر نیشنل دیمو کراسي بنسټ تخنیکي مشاور:
“زموږ نظر پوښتنه د تلې د میاشتې له اووم تاریخ دولسمشرغني د لوړې له مراسمو راورورسته پیل شوه. موږ د یوې پو ښتنپاڼې په لړکې له ښاریانو او د هیواد د لیرو پرتو سیمو د خلکو څخه ۸۲ پوښتنې چې ټولې د ټاکنو په اړه دي، ترسره کړې.“
د دغه نظر پو ښتنې څیړنه څر ګندوي چې ۸۱،۶ سلنه مرکه کوو نکي په دې باور دې چې هیواد يي په سم لوري د حرکت په حال کې ده او ۶۲،۱ سلنه په دې باور دي چې ټاکنې د ولس دغوښتنو څرګندونکي دي.
۹۴ سلنه په و لسمشر باور لري. ۹۲ سلنه وايي چې د پارلمانې ټاکنو څخه وړاندې د ټاکنیز نظام د اصلاح غوښنونکي دي او د ولس په منځ کې د ۱۳۹۱ کال په پرتله د طالبانو باور ۲۱ سلنه کم شوی.
د مدنې ټولنې هغه غړي چې په دغه پرو ګرام کې راټول شوي وايي، د ننګونو پیژندنه د ستونزو د حل لپاره یوه علمي لاره پرانیستې ده او دا په ټاکنیز نظام کې یو مثبت تغییر بولي.
پنځه کاله وړاندې دغه بنسټ د ټاکنو څخه د ملاتړ په خاطر رامنځ ته شو چې په همدې اړه يي د ټاکنو په بنسټونو کې د سمونونو په خاطر دغه څیړنه د ولسمشر له کوم فرمان پرته تر سره کړې تر څو د ولس نظرونه پرې واخلي.
خبریال:وحید نویسا