سیمه ییز خبرونه

د راروانو ولسمشريزو ټاكنو شفافيت د افغانستان د ثبات ضمانت كوي- جان كيري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري وايي، چې:

په افغانستان كې شفافې ټاكنې غواړو، خو له ځانگړي كانديد څخه به ملاتړ ونه كړو.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه خبري غونډه كې وويل، چې:

امريكا د افغانستان د شفافو ټاكنو ملاتړ كوي. هغه د افغانستان ټاكنې برخليك ټاكونكې وگڼلې او په ډاگه يې كړه، چې له دې ټاكنو سره سياسي او پوځي قدرت هم ليږديدونكى دى.

نوموړى زياتوي:

مونږ د ټاكنو په وړاندې د افغان دولت او ولسمشر حامد كرزي له خپل كړي دريځه خوښ يو. د ټاكنو قانون او دكانديدانو نوم ليكنه لويې برياوې شمېرل كيږي. مونږ هم د هغو هڅو ملاتړ كوو، چې د ټاكنو له شفافيت سره مرسته كولى شي.

د حق او عدالت گوند غړى حميدالله فاروقي،  د ملي جبهې غړى علي اميري او  د ولسي جرگې غړى علي كاظمي وايي، د جان كيري دغو څرگندونو خوښ كړو او زياتوي، چې امريكا ښايي په را روانو ټاكنو خپله بې طرفي وساتي.

ټاكل شوې، چې د ديارلس سوه دري نوييم لمريز كال د وري په شپاړسمه ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانې ټاكنې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version