سیمه ییز خبرونه

د راروانو ټاكنو د كانديدانو په وړاندې لس شكايتونه ثبت شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، تر اوسه يي د راتلونكيو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د كانديدانو په وړاندې لس مورده شكايتونه ثبت كړي دي.

د اساسي قانون او د ټاكنو د قانون له مخې، كه هر كانديد په جنگي جرمونو تورن وي او يا يي يوه كس او يا ډلې ته زيان رسولى وي، نه شي كولى ولسمشر او يا هم د ولايتي شورا غړى شي.

دې راز دوسيو ته د لاسرسي لپاره په هرو ټاكنو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون تر څنگ د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون هم جوړيږي، چې د معترضينو او شكايت كوونكيو دوسيې د قانون له مخې وڅيړي.

په داسې حال كې، چې راتلونكيو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنو ته چمتوالى ورځ تر بلې جدي بڼه نيسي.

د تاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وايي:

د راتلونكيو ټاكنو د كانديدانو په وړاندې يي لس مورده شكايتونه ثبت كړي دي.

ښاغلى نادر محسني زياتوي، د اسنادو له څېړنې وروسته به د كانديدانو لومړنى ليست د ټاكنو خپلواك كميسيون له خوا د تلې په ۲۷ اعلام شي او د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به د تلې له ۲۷ څخه د لړم تر اتلسمې پورې د كانديدانو په وړاندې ټول ثبت شوي شكايتونه وارزوي.

د څېړنو له پاى ته رسيدو وروسته به معلومه شي، چې كوم كانديد كولى شي، د قانون له مخې په ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاكنو كې ودريږي.

Trending

Exit mobile version