سیمه ییز خبرونه

د راى وركولو د مركزونو د امنيت نه ټينګښت ښايي د ټاكنو روڼتيا تر پوښتنې لاندې راولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې له زړو كارتونو استفاده، د راى وركولو مركزونو د امنيت نه ټينګښت او په دې مركزونو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د ناپيلو كسانو نه ګومارنه هغه اندېښنې دي، چې ښايي د ټاكنو روڼتيا او سراسري والى  تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونكو ټاكنو او له هېواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو نېټه ورځ په ورځ را نيژدې كېږي.

له دې سره سره، چې ډېرو خلكو په دې ټاكنو كې د هيلو سترګې ګنډلې، خو تر اوسه هم په دې ټاكنو كې د درغليو او د زورواكانو له خوا د خپل خوښې وړ نوماند په ګټه د رایو د صندوقونو د ډكېدو په اړه اندېښنې موجودې دي.

په ټول هېواد كې د زرګونو كسانو نوم ليكنه او د ټاكنو په اړه مخكې له مخكې چمتو والي د خلكو هيلې را ټوكولې دي.

خو تېرو ټاكنو ته په پام د راتلونكو ټاكنو د تر سره كېدو په اړه، چې د افغانستان په تاريخ كې به مهمې ټاكنې وي، د جګړې او نا امنيو دوام او د راى وركولو له زړو كارتونو استفاده د افغانستان د آزادو اوعادلانو ټاكنو د بنسټ او يو شمېر مطرح شخصيتونو دا اندېښنې راپورته كړې، چې ښايي پراخې درغلى او سرغړونې په كې وشي.

د ولسي جرګې غړې شكريه باركزۍ وایی:

برښنايي تذكرې معتبرې او ښې دي او ډېر اطلاعات زېرمه كوي او په ټاكنو كې ډېره روڼتيا رامنځ ته كوي، كه زموږ ټاكنې د برښنايي تذكرو پربنسټ شوې واى هغه كسان، چې اول د رايو مركزونو ته تلل بايد لومړى يې تذكره درلوداى.

د افغانستان د آزادواو عادلانه ټاكنو د بنسټ ( فيفا) د پروګرامونو مسئول نعيم اصغري وايي:

د ستونزو او اندېښنو سره سره كه د ټاكنو خپلواك كميسيون د رايو په مركزونو كې د خپلواكو اشخاصو په ګومارلو صادقانه عمل وكړي او امنيتي ځواكونه د راى وركولو د مركزونو امنيت ټينګ كړي د پراخې احتمالي درغلۍ مخه نيول كېداى شي.

د رڼو، عادلانه او له هر ډول درغلۍ پرته ټاكنو ترسره كېدل، چې د هېواد  خلك او نړيوال چارواكي يې غوښتونكي دي د ثبات د تضمين او افغانستان د راتلونكي اتحاد لپاره اساسي ګڼل كېږي.

Trending

Exit mobile version