سیمه ییز خبرونه
د راى وركولو يو شمېر مركزونه له امنيتي گواښونو سره مخ دي
د ټاكنو خپلواك كميسيون خبر دارى وركوي، چې كه د هغو مركزونو امنيت ټينگ نه شي، چې له امنيتي گواښونو سره مخ دي؛ د ټاكنو په ورځ به بند پاتې شي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون كمشنر سرير احمد برمك وايي:
د راتلونكې كال په وري كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د امنيت ټينگښت د افغان امنيتي ځواكونو په وړاندې يوه لويه ازموينه بلل كيږي.
افغان ځواكونه د رايو وركولو د ۹۰ سلنه مركزونو امنيت ټينگ كړى؛ خو د دې چارې د لا روښانتيا لپاره بايد د امنيتي ارگانونو د دوه يمې ارزونې د پايلو تر اعلام پورې انتظار وشي.
دا څرگندونې په داسې حال كې كيږي، چې د كاپيسا اله ساى ولسوالي د ناامنيو له كبله د نوم ليكنې له تېرو دوه پړاوونو پاتې ده .
د كاپيسا امنيه قوماندان عبدالجميل شمال په دې ولسوالۍ كې د نوم ليكنې د مركزونو د نه پرانيستنې لامل د امنيتي ځواكونو كمزورتيا نه گڼي .
د ټاكنو خپلواك كميسيون دا څرگندونې ردوي او يوځل بيا ټينگار كوي، چې امنيتي ځواكونو په دې برخه كې د دوى ملاتړ نه دى كړى.
كه څه هم د نوم ليكنې بهير په يو شمېر ولسواليو او كليو كې پاى ته رسيدلى؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، هروخت، چې امنيتي ځواكونه د شپږ ناامنه ولسواليو كې د امنيت ډاډ څرگند كړي، نو هلته به د نوم ليكنې مركزونه پرانستل شي.
