1393ټاكنې

د راى پاڼو شمېرنه له تخنيكي كړنلارې بې برخې ده- ایوب زاده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د رڼو ټاكنو بنسټ د ټاكنو پر خپلواك كميسيون نيوكه كوي، چې د راى پاڼو په شمېرنه كې تخنيكي كړنلاره نه لري.

دا څارونكى بنسټ د ټاكنو له خپلواك كميسيون غواړي، چې د راى پاڼو د شمېرنې پر مهال بايد څارونكيو ته د ډېرې څارنې زمينه برابره كړي.

د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ رييس محمد نعیم ایوب زاده غواړي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون كاركونكي بايد د راى پاڼو د شمېرنې پايلې څارونكيو ته د سكرين پر مخ وښيي، چې څارونكي وكړاى شي د څارنې له بهيره كره رپوټونه جوړ كړي.

تيفا پر دې هم نيوكه كوي، چې د څارونكيو بنسټونو او د ټاكنو خپلواك كميسيون تر منځ په چارو كې همغږي شتون نه لري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور دا څرگندونې نه مني.

د يادونې وړ ده، چې تيفا د ټول هېواد په كچه دوه زره څارونكي لري، چې د ټاكنيز بهير څارنه كې ښكيل دي.

Trending

Exit mobile version