1393ټاكنې
د رايو وركوونكو د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پېل وكړ
د ټاكنو خپلواك كميسيون كې د رايو وركوونكو د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پيل وكړ، ټاكل شوې دې مركز كې د راى پاڼو پايلې وڅېړل او وشمېرل شي.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، تر اوسه پورې په ۳۰ ولايتونو كې د رايي وركولو له محلونو څخه د رايو صندوقونونه ټول شوي، خو په ۷۴ ولسواليو كې تر اوسه د راى پاڼو صندوقونه د لېږد په حال كې دي.
د رايو وركولو په مركزونو كې د راى پاڼو له شمېرلو وروسته اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون دا رايي ټولې كړي.
په همدې حال كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون په مركزي دفتر كې د پايلو د غونډولو ملي مركز په كار پېل وكړ.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى یان کوبېش وايي:
دا په رښتينې توګه يو افغاني بهير وو، كه څه هم امنيتي ګواښونه موجود وو او هوا هم خرابه وه، تاسو د لومړنيو شمېرو له مخې، د رايو صندوقونو ته ولاړئ او خپلې رايي مو وكارولې. تاسو ثابته كړه، چې دا رښتينى افغانستان او د افغانستان رښتينې خلك دي او زه ستاسو دا عمل ستايم.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي:
د زياترو ټاكنيزو محلونو راى پاڼې د ټاكنو د خپلواك كميسيون ولايتي دفترونو ته لېږدول شوي او د اپرېل په ۱۵ به ټول مواد مركزي دفتر ته ولېږدول شي.
ټاكل شوې د غويي په څلورمه د ټاكنو لومړنۍ پايلې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا اعلام شي او وروسته به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون دې برخه كې شوي شكايتونه وڅېړي او د غويي په ۲۴ به د ټاكنو وروستۍ پايلې اعلام شي او د غبرګولي په لومړۍ به واك په سوله ييز ډول له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته ولېږدول شي.