سیمه ییز خبرونه

د رايي وركولو په پنځوس سلنه مركزونو كې ډاډمن امنيت ټينګ شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان امنيتي بنسټونه تر اوسه په دې توانېدلي، چې د رايي وركولو په پنځوس سلنه مركزونو كې ډاډمن امنيت ټينګ كړي. د كورنيو چارو وزارت چارواكي د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، دا مهال د رايي وركولو په سم نيمايي مركزونو كې ګواښونه په لوړه يا ټيټه كچه شتون لري.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د پلان له مخې، ټاكل شوې د راتلونكو ټاكنو لپاره د رايې وركولو په اووه زرو مركزونو كې خلك خپلې رايي وكاروي چې له دې مركزونو څخه د نږدې درې زره پنځه سوو  امنيت په ډاډمنه توګه ټينګ شوى دى.

د ټاكنو په را نږدې كېدو سره د دې ترڅنګ، چې سياسي ډلې او ګوندونو خپلې هڅې پېل كړي دي، ور سره جوخت د ټاكنو د امنيت ساتنې مسئله هم د اندېښنې وړ ده.

ولسمشر حامد كرزي د ملي امنيت د شورا په ناسته كې د امنيتي بنسټونو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مسئولينو سره د راتلونكو ټاكنو د امنيت ساتنې مسئله تر بحث لاندې نيولې ده.

په همدې خال كې د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د پلان له مخې، بايد په اوو زرو مركزونو كې رايه وركوونكي خپلې رايي وكاروي، خو د دې مركزونو د نيمايي هغو امنيت د لوړې يا ټيټې درجې له ګواښ سره مخ دي.

اوس، چې ټاكنو ته شپږ مياشتې پاتې دي، ايا امنيتي بنسټونه به وتوانېږي، چې د ټاكنو امنيت په بشپړه توګه وساتي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د ملي امنيت د شورا په ناسته كې امنيت د ټاكنو د تر سره كېدو لپاره مهم شرط بللى او ويلي يي دي، چې امنيت به د رڼو ټاكنو ضمانت وكړي.

په همدې حال كې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا رئیس جانداد سپین غر له امنيتي بنسټونو غواړي، چې د رايي وركولو د مركزونو د امنيت ساتلو په برخه كې ډېرې هڅې وكړي.

د ټاكنو په ورځ د امنيتي حالت په باب اندېښنې په داسې حال كې څرګندېږي، چې په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو له خوا په په بريدونو او تاوتريخوالي كې ډېروالى راغلى دى.

Trending

Exit mobile version