تازه خبرونه

د رایو تفتیش به د خالي په ورځ پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تفتیش کاري بڼه تصویب شوه او د رایو تفتیش بهد خالي په ورځ بیا پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ملگروملتونو له ځانگړي استازي استاري سره یوې گډې خبري ناستې ته وویل: دا طرحه د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي او نوماندانو سره له اوږدو خبرو وروسته تصویب شوې ده.
حمید صدیقی گزارش ورکوي، چې د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاکنو تفتیش له درېیم ځلي ځنډ وروسته د شنبې(خالي) په ورځ بیا پیل کیږي او د پاکو او ناپاکو رایو بېلول د نړیوالو معیارونو له مخې د کمیسیون د منلو وړ او کاري بڼه یې تصویب شوې ده.
دد ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني وايي:
د رایو تفتیش په د ۱۶ ماده ییزې طرحې له مخې د خالي په ورځ بیا پیل شي.
د ملگرو ملتونوځانگړی استازی یان کوبیش وایی:
هیله من یم، چې د تفتیش په پایله کې د افغانستان د خلکو د خوښې ولسمشر رامنځته شي. د دغې طرحې له مخې باطلې رایې بېلیږي او د خلکو مشروع او منل شوې رايې به ورکې نشي. د دواړو نوماندانو له استازیو او ځارونکیو غواړم، چې پرته له ځنډه راشي او د تفتیش بهیر وغزوي. په هره بڼه ځنډ به د افغانستان پر سیاسی او اقتصادی حالاتو بده اغېزه ولري
یان کوبیش زیاتوي:
دغه کاري بڼه د نړیوالو معیارونو له مخې جوړه شوې او وروستۍ هم ده. د UNDP استازي دوه اوونۍ پرله پسې د دواړو نوماندانو له تخنیکي او سیاسي استازیو سره پرې خبرې کړي او دواړو لوریو منلې او د ملگرو ملتونو دي ته باید درناوی وشی.
د ملگرو ملتونو استازيِ زیاته کړې، چې د رایو د تفتیش لپاره په بشپړ شمېر بهرني څارونکي شتون لري او یو نړیوال کارپوه به له کمیسیون سره په دې اړه کار وکړي.
کمیسیون ټینگار کړی، چې له شنبې ورځې څخه به ۲۰۰ تیمونه دوه وخته د تفتیش چارې پیلوي.

Trending

Exit mobile version