تازه خبرونه

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر په ټول هېواد کې پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو لپاره تقویتي نوملیکنه د دري دېرش ولایتونو په څلورسوه دوه دېرش مرکزونو کې پیل شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې  د ۱۳۹۸ لمریز لیږدیز کال د غبرګولي پر اتلسمه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر په ۳۳ ولایتونو او دغه راز په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو د نوملیکنې عمومي بهیر هم په دوه سوه اووه څلوېښت مرکزونو کې پیل شوی، چې د چنګاښ تر اتمې به روان وي.

په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوملیکنې تقویتي بهیر، د غبرګولي پر ۱۸ پیل شوی؛ د چنګاښ تر اتمې به روان وي او په کې به هغه خلک نوملیکنه کوي، چې: هېواد ته تازه راستانه شوي، قانوني عمر ته تازه رسیدلي، هغه کسان، چې له نوملیکنې پاتې وي، د رای ورکولو حوزه یې بدله شوې وي او د قانون د حکم له مخې له مدني حقونو نه وي محروم شوي.

د دغو ځانګړتیاوو لرونکي کولی شي په دغه بهیر کې خپل نومونه ولیکي او د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا نیوکه کوي، چې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهیر په اړه خلکو ته لازم پوهاوی نه دی ورکړ شوی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وایي، چې د نوملیکنې د بهیر په اړه خلکو ته لازم پوهاوی ندی تر سره شوی او دا کار د خلکو پرونډه او ګډون منفي اغېز لرلی او تېرې ننګونې بیا رامنځته کولی شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوا ویلي وه، چې په ټول هېواد کې یې نهه نیم میلیون پر شرایطو برابر کسان ثبت کړي، چې بیا وروسته دغه شمېر اته اعشاریه نهه ته راټیټ شو؛ خو اوس دغه کمیسیون هیله من شوی، چې په تقویتي نوملیکنه کې به شاوخوا دوه میلیون کسان نوملیکنه وکړي.  

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version