تازه خبرونه

د رای اچوونکیو په شمېر کې بیساري بدلونونه راروان دي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوې سرچینې ویلي، چې د رای اچوونکیو په شمېر کې بیساري بدلونونه راروان دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنلارې په اتمه ماده کې راغلي، چې د پایلو اصلي پاڼه، د اصلي پاڼې عکس او بشپړه شوې  دیجیتلي فورمه هغه موارد دی، چې له ټاکنو اته څلوېښت ساعته وروسته مرکز ته لیږدول کیږي. په دې فورمه کې دوه څيزونه مهم دی؛ یو د رای اچوونکیو شمېر او او بل د پایلو نوملړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه سرچینه وايي؛ دغه دوه ډوله معلومات په بایو متریک دستګاوو کې ندي ثبت شوي، چې دغې چارې د معلوماتو پر زیرمه کولو ناوړه اغېزه کړې ده.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولاناعبدالله وايي؛ کمیسیون اوس د هغو معلوماتو په زیرمه کولو بوخت دی، چې په پام کې وه دغه معلومات له ټاکنو څو ورځې وروسته زیرمه شوي وای.

نوموړی زیاتوي، چې رای ثبتول رواني او له بایو متریک پرته رايې باطلې دي.

د معلوماتو زیرمه یا سرور ته د معلوماتو لیږد ورو شوی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او انتخاباتي ډلې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ثبات او همپالنې ډلې ناظر یونس نواندیش ویلي، چې تخنیکي اړخ ستونزه نلري. مونږ پرېکړه کړې، چې لیږد به له کمپیوتره وشي؛ ځکه دا به یې بهیر چټک کړي.  

مسوولین وايي؛ د رایو د شپږ ویشت مرکزونو معلومات، چې په سافت ویرونو کې شامل شوي؛ په بایو متریک دستګاوو کې د ستونزو له کبله بیا ارزول کیږي، چې د شاوخوا درویشت زره محلونو معلومات یې زیرمه کړي دي.

Trending

Exit mobile version