تازه خبرونه

د رزمي هنرونو لوبغاړی نادر مومند په خپل کور کې وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۴, ۱۳۹۹)

د رزمي هنرونو لوبغاړی نادر مومند تېره ورځ په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو پر ګوزارونو وژل شوی دی.

د پنجشنبې پر مازیګر له درې نیمو بجو وروسته نادر مومند په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو پر ګوزارونو سره ووژل شو.

د رزمي هنرونو د دغه لوبغاړي پلار محمدآجان مومند له حکومته غوښتي، چې د دغې پېښې پوره څېړنه دې وشي.

د نادر مومند دوستان او ملګري  د نوموړي د ځانګړنو په اړه وایي، چې ښه ورزشکار و او د پېښې عاملان یې باید پر سزا ورسیږي.

د رزمي لوبو د ملي فدراسیون مشر بازمحمد مبارز په دې پېښې خپګان ښیي او په دې اړه د امنیتي مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

تر دې دمه د دغې پېښې علت په ډاګه شوی ندی؛ خو کورنیو چارو وزارت یې غچ  اخیستل بولي.

د نادر مومند د کورنۍ غړي وایي؛ ټاکل شوې وه نادر مومند په نږدې راتلونکي کې له خپل پاکستاني سیال سره ولوبیږي او دې لوبې ته یې پوره چمتوالی نیولی و، خو دې هدف ته له رسېدو مخکې تورو خاورو ته وسپارل شو.

Trending

Exit mobile version