سیمه ییز خبرونه
د رسنيو د شكايتونو او سرغړونې لاسرسي كميسيون دې لغو شي- نى
د افغانستان له خپلواكو رسنيو ملاتړ ټولنه(نى) وايي:
د رسنيو د شكايتونو او سرغړونې لاسرسي كميسيون غيرقانوني دى او بايد لغو شي.
دغه كميسيون د ولسمشرۍ د فرمان پر بنسټ جوړ شوى او له څه وخت راهيسې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت په جوړښت كې يې كار كاوه.
د دغه بنسټ مرستيال مجيب خلوتگر د دوشنبې په ورځ(د كب ۷) خبريالانو ته وويل:
ستره محكمه دې هغه بنسټونه، چې د ولسمشرۍ د تقنيني فرمانونو له مخې جوړشوي؛ د قوانينو له رسمي تصويب وروسته دې ملغى اعلام كړي.
دغه بنست له اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څخه وغوښتل، چې د رسنيو د شكايتونو او سرغړونې لاسرسي كميسيون په ځاى دې د رسنيو عام كميسيون جوړ شي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت تر دې دمه په دې اړه چپتيا غوره گڼلې ده.
له بلې خوا د (نى) چارواكي اطلاعاتي حق ته د لاسرسي د قانون د طرحې د چټك تصويب غوښتنه وكړه.
ښاغلى خلوتگر وايي:
عدليې وزارت ته د دغې طرحې له ليږلو څه نا څه يو كال تېريږي؛ خو دغه بنسټ نه غواړي، چې دا طرحه وزيرانو شورا او ملي شورا ته د تصويب لپاره وليږل شي.
د نوموړي په وينا، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون نشتون خبريالان له جدي ستونزو سره مخ كړي دي.
دغه راز خبريالان هم په حكومتي بنسټونو كې له ډاډمنو اطلاعاتو او سرچينو بې برخې دي او غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون طرحه ژر تر ژره توشيح شي.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې انستيتوت عمومي رياست سرپرست عبدالروف هروي وايي، چې پر نوموړې مسودې كار روان دى او تر اوسه يې له نيمايي ډېره برخه بشپړه شوې ده.
