سیمه ییز خبرونه

د رسنيو د قانون تصويب شوې مصوبه د بيان آزادي محدودوي- توحيدي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ اداره اندېښنه ښيي، چې ولسي جرگې د رسنيو د قانون داسې مصوبه تصويب كړې، چې ځينې موارد يې د بيان آزادي محدودولى شي.

د (نى ) رييس صديق الله توحيدي وايي، په تصويب شوې مصوبه كې د رسنيو د شكايتونو د څېړنې كميسيون ته قانوني بڼه وركړ شوې، په داسې حال كې، چې دا كميسيون هيڅ قانوني بڼه نلري.

د افغانستان د ژورناليستانو د فدراسيون غړى خپلواك ساپى له ملي شورا غوښتنه وكړه، چې بايد په دغه برخه كې له سره غور وكړي.

ښاغلى صديق الله توحيدي د اطلاعاتو او فرهنگ پر وزير نيوكه كوي، چې غواړي له دې لارې رسنۍ تر فشار لاندې كړي.

ولسي جرگې د شنبې په ورځ(د تلې۶) د رسنيو د قانون مصوبه تصويب كړه. په دې مصوبه كې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت لخوا په درې برخو كې را وړل شوي تعديلونه هم ځاى شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له تعديلونو څخه يو دا دى، چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزير د رسنيو د شكايتونو او سرغړونو د څار د كميسيون رياست هم په غاړه لري.

دغه كسان وايي چې د ولسي جرگې زياترو غړيو د رسنيو د قانون مصوبې ته په پټو سترگو رايې وركړي دي.

Trending

Exit mobile version