تازه خبرونه
د رسنیو د آزادۍ له نړیوال ائتلافه د افغانستان ایستل د غربي متعصبو کړیو دسیسه ده – اسلامي امارت
اسلامي امارت د رسنیو د آزادۍ له نړیوال ائتلافه د افغانستان د نوم ایستلو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د افغانستان حذفول د غربي متعصبو کړیو دسیسه ده، چې غواړي نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کړي.
په دې وروستیو کې د رسنیو د آزادۍ نړیوال ائتلاف ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت د نړیوالو ژمنو سره سم نه او د اندېښنې وړ دی.
دې ائتلاف د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي؛ په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت اوس له نړیوالو سره د کړیو ژمنو سره سم ندی او اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د دغه ائتلاف چارواکي وايي، دغه ګام یې د ائتلاف له ټولو غړیو سره په مشوره راپورته کړی دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو ټولنې غړی مسرور لطفي د رسنیو د آزادۍ له نړیوال ائتلاف څخه د افغانستان د نوم د ایستل کیدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له نړیوالو بنسټونو او اسلامي امارت غواړي، چې د رسنیو او خبریالانو د کار په مخ کې د پرتو ستونزو د اوارولو لپاره باید پوره او ډېر کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رییس عبدالحق حماد د رسنیو د آزادۍ له نړیوال ائتلاف څخه د افغانستان د نوم ایستلو په غبرګون کې وايي، چې دا د ځینو متعصبو لویدیځو کړیو پرېکړه ده، چې افغانستان له نړۍ ګوښه وساتي او نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کړي.
اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د ملي ګټو په چوکات کې د رسنیو آزاد فعالیت ته ژمن دی.
دوی د اړوند آزادۍ له ائتلافه غوښتي، چې پخپل نظر له سره غور وکړي.
افغانستان په ۲۰۲۰ ز. کال کې د یاد ائتلاف غړیتوب تر لاسه کړی و.
د راپورنو له مخې؛ د افغانستان رسنیو او خبریالانو لپاره تېر یو کال له ستونزو ډک و؛ یو شمېر غږیزو، چاپي او انځوریزو رسنیو د مالي ستونزو له کبله خپرونې بندې کړې او څه باندې څلور زره خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.