تازه خبرونه
د رواني روغتیا نړیواله ورځ او د تښتول شوي بلخي ډاکټر ناڅرګند برخلیک
د رواني روغتیا نړیواله ورځ په دا سې حال کې بلخیانو ونمانځله، چې یو رواني ډاکټر ۲۰ ورځې مخکې له روغتون څخه د کور پر لاره د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وتښتول شو او تر دې دمه یې ځای ځایګی موندل شوی ندی.
په بلخ ولایت کې ډاکټرانو ویلي، چې د ډاکټر نادر نشتوالی یې احساس کړی او امنیتي ځواکونه باید د هغه د خلاصون لپاره کار وکړي.
د مزار شریف د عامې روغتیا روغتون ویلي؛ د نوموړي د تښتولو پر تور یو شمېر کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
ځایي چارواکو ویلي، د سړي تښتوونکیو د نیولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
تر اوسه معلومه نده، چې د ډاکټر تښتوونکي د ډاکتر د خوشې کولو په بدل کې څه غواړي او نه هم د ډاکتر د کورنۍ غړي په دې اړه څه وايي.
دغه راز په بلخ کې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم هم یو کال مخکې تښتول شوي او اوس هم د تښتوونکیو په منګولو کې دی.
د بلخي ماشوم عبدالرووف د برخلیک په اړه څه ندي ویل شوي، چې یو کال وړاندې تښتول شوی و او چارواکي تر دې دمه ندي توانیدلي، چې ماشوم خپلې کورنۍ ته وسپاري.
د ننګرهار حوزوي روغتون ډاکټرانو هم د رواني روغتیا ورځ ونمانځله او ویې ویل، چې په دې ولایت کې د رواني ناروغانو شمېر ډېر شوی دی.
ډاکټران وايي ډېری ناروغان ځوانان دي، چې له بیکارۍ سره مخ دي.