تازه خبرونه

د روان شاتګ په بهیر کې امریکایي ځواکونه له کندهار هوایي ډګره ووتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۰)

افغان او امریکایي سرچینو د سټارز او سټریپز ورځپاڼې ته منلې، چې ائتلبافي ځواکونه به د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره یوه یا دوه ورځې په کندهار کې پاتې وي.

ورځپاڼې ندي ویلي، چې د کندهار هوايي ډګر به کله افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

سټارز او سټریپز د یادو سرچینو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې ناټو د هوایي ډګر د پریښودو په اړه څه ندي ویلي.

د افغانستان دفاع وزارت مخکې ویلي وه، چې هوایي ډګر به له کوچني اختر مخکې افغان ځواکونو ته ونه سپارل شي.

دغه هوایي ډګر په سیمه کې د ناټو او امریکایي ځواکونو یوه ستره اډه وه، چې ان یو وخت یې د لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ سرتېرو کوربتوب درلود.

د امریکایي ځواکونو افغانستان ځواکونو ته د دغه هوایي ډګر د سپارلو مراسم هم ترسره کړي ندي.

د اتل ۲۰۵ قول اردو ویاند خواجه یحیا علوي سټارز او سټریپز خبري سرچینې ته ویلي، چې امریکایي ځواکونه له همغږۍ پرته له کندهار هوایي ډګره وتلي دي.

یحیا علوي ندي ویلي، چې دغه ځواکونه د سې شنبې پر شپه وتلي یا یې د چارشنبې پر سهار اډه پریښې ده.

نوموړي ویلي، چې امریکایانو له خپلې اډې هر څه ایستلي دي.

د کندهار په هوایي ډګر کې یو افغان چارواکي یادې سرچینې ته منلې، چې امریکايي ځواکونو په روانه اوونۍ کې له مراسمو پرته هوایي ډګر پریښود.

د کندهار د هوایی ډګر نظامي قومندان جنرال فقیر ویلي، دوی د شپې له هوایي ډګره وتلي او دا مهال په کندهار کې امریکايي سرتېري نشته.

Trending

Exit mobile version