سوداگري

د روان كال پراختيايي بوديجې چارواكي اندېښمن كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې يوشمېر غړي وايي:

كه دولتي بنسټونو د روان كال پراختيايي بوديجه نه وي لگولې؛ نو ولسي جرگه بايد په دې اړه سياسي پرېكړه وكړي.

د وى زياتوي، چې:

دولتي چارواكو ژمنه كړې وه، چې د ۱۳۹۱ل كال پراختيايي بوديجه به لگوي.

د ماليې وزارت وايي، چې:

حكومت ترشنبې ورځې(د لړم ۱۳) پورې دېرش اعشاريه نهه نوي سلنه بوديجه مصرف كړې ده .

د ماليې وزارت د پرېكړې او ملي شورا د تصويب په اساس د ۱۳۹۱ل كال پراختيايي بوديجه د نهومياشتو لپاره په پام كې نيول شوې ده.

د ماليې وزارت وياند وحيد الله توحيدي د ماليې وزارت د دې پرېكړې لامل د افغانستان د چاپېريال نه برابرى او د مرستندويه هېوادونو د مالي كال توپير پخپل وخت د پراختيايي بوديجې نه لگول بولي؛ خو ويل كيږي، چې حكومت تراوسه دېرش په سلو كې پراختيايي بوديجه مصرف كړې ده. په داسې حال كې، چې د كال پاى ته شپږڅلويښت ورځې پاته دي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې يو شمېرخپلواكو ادارو له صفر څخه نيولې بيا تر نهه سلنې پراختيايي بوديجه نه ده مصرف كړې.

برېښنا شركت  په سلو كې۹/۴ ، عدليې وزارت   په سلو كې۸/۴، لويې څارنوالۍ  په سلو كې ۴/۲۶، د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت  په سلو كې۱۱/،۸۹ ، مشرانو جرگې  په سلو كې۴/۹۸، د چارو ادارې  په سلو كې۱۳/۵۱ ، د نورم او استندارد ادارې  په سلو كې۷/۶۳  خپلې پراخيتايي بوديجې مصرف كړي دي، چې د نورو وزارتونو د بوديجې مصرف له لس څخه نهه څلويښت سلنو ته رسيږي .

خو په دغو شمېرو كې د ښارجوړونې وزارت نوم د ۸۲/۲ په سلو كې د پراختيايي بودېجې په لگولو د لست په سركې دى.

د ولسي جرگې غړي اسد الله سعادتي او  احمد بهزاد وايي، چې:

كه دولتي بنسټونه دا ځل هم ونه توانيدل، چې پراختيايي بوديجه مصرف كړي؛ نو ولسي جرگه بايد ورسره جدي چلند وكړي.

په همدې حال كې د ماليې وزارت خبروركوي، چې له پېنځلس ورځو څخه په لږ وخت كې به د نظرپوښتې او تصويب لپاره د ۱۳۹۲ل كال پراختيايي بوديجه ملي شورا ته وليږل شي.

د دغه وزارت چارواكي وايي كه په بوديجه كې تغيرات رانشي؛ نو د را روان كال بوديجه به ۱۶۳ ميليارد افغانۍ ووسي. په داسې حال كې، چې د روان كال پراختيايي بوديجه د نهه مياشتو لپاره يو سلو يوولس اعشاريه څلورپنځوس  ميليارد افغانۍ ده.

Trending

Exit mobile version