سیمه ییز خبرونه

د روان كال په غبرگولي كې به د راى وركوونكيو نوم ليكنه پيل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې:

د روان كال په غبرگولي كې به په ټولو ولايتونو كې د رايه وركوونكيو نوم ليكنه پيل كړي.

په دغه پروگرام كې به هغه  څلور ميليون كسان د رايو كارتونه تر لاسه كړي، چې نه يې لري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون كه څه هم د راى  وركوونكيو د نوم ليكنې په وخت د امنيت په اړه اندېښنه نلري؛ خو د ټاكنو د ورځې د امنيت په اړه سر له اوسه اندېښنه څرگندوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي:

هغو كسانو ته ، چې د ټاكنو تر مهاله ۱۸ كلنۍ ته رسيږي يا يې ټاكنيزې حوزې بدلې شوې وي، يا هم پخواني كارتونه و نه  لري او يا هم هېواد ته نوي راستانه شوي وي د راى وركولو كارتونه به ورته ووېشل شي.

نوموړى زياتوي، افغان امنيتي سرچينو ډاډ څرگند كړى، چې په ولاياتو او ولسواليو كې به د نومليكنې بشپړ امنيت نيسي؛ خو د راى وركولو په وخت د مركزونو له امنيت ساتنې بشپړ ډاډ تر دې دمه نه لرو.

د نوموړي په وينا، بېلابېلو ولايتونو ته د نومليكنې توكي د ځمكې له لارې او له دې مخكې كندهار،هلمند، نيمروز او فراه ولايتونو ته د هوا له لارې   ليږدول ل شوي دي.

د ټاكنو خپلواك كيسيون په بهرنيو هېوادونو كې د مهاجرو افغانانو گډون هم خپله كاري اجندا بولي؛ خو د مالي لگښت او په دغو هېوادونو كې د ټاكنو د تر سره كولو د آسانتياوو په اړه خپلې هڅې  روانې ساتي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، د دغه بهير د بشپړ پلي كولو لپاره تر دې دمه وروستۍ پرېكړې ته رسيدلي نه دي.

Trending

Exit mobile version