سوداگري
د روان لمریز کال د وروستیو ۳ میاشتو ۵۳ اعشاریه ۹ میلیارډ افغانۍ بودجه تصویب شوه
(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۰)
د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وروستیو درې میاشتو لپاره ۵۳،۹ میلیارډ افغانۍ بېله بودیجه تصویب کړه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ټویټ کړی، چې ۴۹ اعشاریه ۲ میلیارډ افغانۍ عادي بودجه او ۴ اعشاریه ۷ میلیارډ افغانۍ پراختیايي بودجه ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اسلامي امارت د هېواد د مالي کال پیل له جدي میاشتې څخه د حمل میاشتې ته د بدلولو طرحه تصویب کړه.
د یادونې ده، چې اسلامي امارت تر اوسه د راتلونکي کال د بودجې جزئیات پوره په ډاګه کړي ندي.