روغتيا

د روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین  کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو پر ملاتړ د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د ګوزڼ(پولیو) واکسین لومړنی ملي کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې درې ورځنی کمپاین  کې به شاوخوا (۱۲،۶) میلیون له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له کبله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

په دې کمپاین کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړ شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په ساتلو کې به مرسته وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره ژمن دی، چې په افغانستان کې د ګوزڼ ویروس مخه ونیسي. مونږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، چې پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه له منځه یوسوو.»

نوموړي زیاته کړې:«دا ډېره مهمه ده، چې د ټولنې دیني عالمان، قومي مشران او والدین د ګوزڼ واکسین له ډلو سره ملاتړ ته وهڅوو. مونږ له ټولو خلکو هم غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې په مبارزه کې خپله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې هیڅ درملنه نه‌لري او مخنیوی یې یوازې له واکسین سره شونی دی. دا ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب کېدی شي.

دا مهال په هېواد کې د ګوزڼ ویروس شته او د عامې روغتیا وزارت یې پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

ویل کیږي، چې د دې واکسین اړوند ډلې به د کمپاین پر مهال په ټاکل شویو ځایونو کې شتون ولري او والدین کولی شي خپل ټول له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

Trending

Exit mobile version