تازه خبرونه

د روزګان دهراود او ګيزاب ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي

Published

on

(Last Updated On: تله ۴, ۱۳۹۹)

د روزګان ولايت سيمه ییزو چارواکو ویلي؛ که د دې ولایت دهراود او ګیزاب ولسوالیو ته پوځي مرسته ونه رسيږي، نو په دې ولسواليو کي محاصره سرتېرو ته به درنده مرګ و ژوبله واوړي او دا ولسوالۍ به سقوط شي.

په دغو ولسواليو کي له تېرې يوې اوونۍ راپدیخوا سخته جګړه روانه ده او د ولسواليو مرکزونه وسلوالو محاصره کړي دي.

د سيمي اوسيدونکي وايي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې عام خلک بند پاتي دي او ډېري کسان د جګړې له کبله مړه او ټپيان شويدي.

له تېرو لس ورځو څخه د روزګان د ګيزاب ولسوالۍ مرکز د وسلوالو طالبانو له خوا تر محاصرې لاندې دى او هلته لسګونه سرتېري هم وژل شوي دي.

په روزګان کي امنيتي مسوولينو ويلي؛ په ګيزاب کي تر اوسه د جګړې له کبله ٦٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او همدا شان ملکي کسانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو دوى ته يې شمېر ندى معلوم.

د دوى په خبره له تېرو دوه ورځو را پدیخوا د دهراود پر ولسوالۍ هم د وسلوالو ډله یيز بريدونه پيل شوی، چي پېنځه ملکي کسان په کي ټپيان او يو ماشوم وژل شوى دى.

دوى زياتوي اوس هم هلته ډېري امنيتي سرتېري محاصره دي. که پوځي مرسته ور نکړ شي وبه وژل شي او ولسوالي به هم وسلوال ونیسي.

د دې ولايت د ولايتي شورا پخواني مشر امان الله هوتکي ويلي، مرکزي حکومت تر اوسه د روزګان د جګړې د مهارولو په موخه هڅه نده کړې.

هغه زیاته کړې؛ که د ګيزاب او دهراود ولسواليو د سقوط مخه ونه نيول شي روزګان ولايت به سقوط وکړي، ځکه په زرګونه وسلوال طالبان له بېلابېلو ولايتونو راټول شوي او پر روزګان يې بريدونه پيل کړي دي.

د دغې جګړې قربانيانو ويلي؛ دولت تر اوسه ندى توانيدلى، چي ملکي خلک د جګړې له لومړۍ کرښې وباسي او ډيرو خلکو ته په کي مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دا په داسي حال کې ده، چي د سولي د خبرو له پيل سره سم وسلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کي سختي جګړې پيل کړي، چي په کې هره ورځ لسګونه ملکي کسان او امنيتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوړي او خلک د سولي پر خبرو هم بې باوره شوي دي.

Trending

Exit mobile version