تازه خبرونه
د روزګان دهراود ولسوالۍ په سقوط کې له ۲۰ ډېر عسکر وژل شوي – سرچینې
یوې امنیتي سرچینې، چې ونه غوتل نوم یې یاد شي؛ آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ طالبانو نیولې او په نښتو کې د دهراود د امنیه قومندان په ګډون ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې طالبانو په ولسوالۍ کې پراخ بریدونه کړي دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې نښتو کې د دهراود امنیه قومندان، د اردو د کنډک قومندان، د کومانډو ځواکونو د ټولي قومندان په ګډون ۲۳ سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
تر دې دمه په روزګان کې ځایي چارواکو پدې اړه څه ندي ویلي.
د روزګان ولایتي شورا ځینې پخواني غړي د ولسوالۍ سقوط تائیدوي او وايي، چې په نښتو کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د پولیسو او پوځي قومندانانو د مشرانو مړي اوس هم له طالبانو سره دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه پر شاه تمبېدلي؛ اته طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
دې وزارت زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دې وزارت زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ څارنه پر غاړه لري.
طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.