تازه خبرونه
د روزګان ولایت د لویې لارې د خلاصولو په موخه جګړه پیل شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان امنیتي ځواکونه د روزګان د لویې لارې د خلاصون له پاره له وسله والو طالبانو سره په سخته جګړه کې ښکېل شوي دي.
افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې د روزګان مرکز ترینکوټ ته د غزېدلې لویې لارې د پاکولو له پاره مرستندوی ځواک استول شوی او دغه ځواکونه له سړکه د طالبانو د شړلو ترڅنګ له ماینونو څخه د لارې په پاکولو هم بوخت دي.
طالبانو تېره میاشت ډېرې هڅې وکړې، چې روزګان ولایت ونیسي؛ خو هڅې یې تر دې دمه ناکامې شوې دي.
روزګان هم د طالبانو له پاره په دې خاطر مهم دی، چې کوکنار په کې زیات کرل کېږي او د مخدرو موادو د تولید یو مهم مرکز دی.