تازه خبرونه
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې اوس هم جګړه روانه ده
په روزګان کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبان د تالانې له سيمي د ولايت پر مقام او امنيه قوماندانۍ ډزي کوي
د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادم زى وايي، چې مرستې ته رسيدلي ټول ځواکونه ستړي شوي او نور مرستندويه ځواک ته اړتيا شته.
هغه زیاتوي، چې د تېرې شپې په چګړه کي دېرش وسلوالو او دوه پوليسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا؛ د طالبانو شمېر نورهم زيات شوی او د هلمند، زابل، کندهار او خپله دروزګان له ولسواليو څخه په زيات شمېر طالبان ورغلي دي.
د روزګان دولتي چارواکي خبريالانو ته معلومات نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې: د وسلوالو دښمنانو ډله ییز برید په شا تمبول شوی او د امنیتي ځواکونو په مشرۍ د ۲۰۵ اتل قول اردود قومندان تورنجنرال داود شاه وفادار له غاښ ماتوونکی ځواب سره مخ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دښمن له سختو تلفاتو سره مخ شوی دی.