تازه خبرونه
د روزګلان ولایت اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې
بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د دوشنبې پر ورځ د روزګان ولایت پر لسګونه اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکی ووېشل.
په هېواد کې قتصادي ستونزې، لوږه او فقر هغه څخه دي، چې خلک یی په دی وروستیو ورځو کې د مرستو ترلاسه کولو ته اړ کړی دی.
د ژمی په دی سړو شپو او ورځو کې بیات بنیاد خپلی مرستی د روزګان ولایت پر یوشمېر بېوزلو کورنیو ووېشلی.
د بیات بنیاد مرستیال حاجی محمد اسماعیل خان د مرستو د وېش پر مهال څرګنده کړې؛ له دی مرستو یی موخه د بېوزلو کسانو لاسنیوی دی، چې د ژمی په دی سړو شپو او ورځیو کې له ډېرو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مرستو دا بهیر به نورو ولایتونو ته هم ورسیږي.
د روزګان ولایت د ترینکوت ولسوالۍ هغو اوسیدونکیو، چې د بیات بنیاد مرستی یې ترلاسه کړی؛ ترې مننه کوي او د هېواد له نورو سوداګرو هم غواړي، چې د خپل توان په کچه دې له ارمنو کورنیو سره د ژمې په دی سړې کې مرسته وکړي.
د بیات بیناد د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ پر دغو مرستو سربېره یی په غزنی، هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار، بامیان، کابل، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې هم له بېوزلو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کړی.
بیات بنیاد هر کال خپلی ژمنۍ مرستی د هېواد بېلابېلو ولبایتونو ته لېږدوي او پر اړو او بېوزلو کورنیو یې وېشی.