تازه خبرونه

د روزگان د عالمانو شورا رييس له دوه قومي مشرانو سره ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د روزگان د عالمانو شورا رييس مولوي لعل محمد له دوه قومي مشرانو سره د وسلوالو په بريد كې وژل شوى دى.

د روزگان ولايت مطبوعاتي مسوول دوست محمد ناياب وايي، چې د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر رحيم الله نن د دغه ولايت د عالمانو د شورا له رييس او قومي مشرانو سره كندهار ته روان و، چې د كندهار د شاوليكوټ ولسوالۍ په سرخ بيد سيمه كې د وسلوالو له كمين سره مخ شو.

هغه زیاتوي، په دې بريد كې د عالمانو شورا رييس او دوه قومي مشران وژل شوي او د امنيت د آمر يو ساتونكى ټپي دى.

سرچينې په ډاگه کړې، چې د امنيت آمر ته زيان نه دى رسيدلى .

Trending

Exit mobile version