سیمه ییز خبرونه

د روزگان ولايت پر ټولو ولسواليو حكومت برلاسى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د روزگان والي وايي:

په روزگان ولايت كې امنيتي وضيعت ښه او پر ټولو ولسواليو حكومت برلاسى دى.

د روزگان والي  امير محمد اخنده زاده وايي:

له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير هم ښه روان دى.

د روزگان والي اخندزاده په ډاگه كړه، چې:

آستراليا دې د خپلو ځواكونو له ويستو مخكې په بنسټيزو پروژو كې مرسته او همكاري وكړي، چې په امنيتي او پراختيايي چارو كې كومه تشه را منځته نه شي.

هغه په ځانگړې توگه له آستراليا څخه وغوښتل، چې پر بنسټيزو پروژو لكه د روزگان د سړك په جوړولو، لمرينې برېښنا او د ولايت او ولسواليو تر منځ د انترنيتي خدمتونو په برابرولو كې همكاري وكړي.

والي امير محمد اخنده زاده وايي:

روزگان په ښوونې او روزنې، روغتيا او ځينو نورو برخو كې له يو لړ ستونزو سره مخ دى، خو د امنيت په ډگركې دا ولايت ستونزې نه لري.

د نوموړي په وينا هڅې كيږي، چې خلكو ته د كار زمينه برابره او د مرستندويه هېوادونو په همكارۍ بنسټزې پروژې تطبيق شي.

دولت د راتلونكي لمريز كال په پراختيايي بوديجه كې روزگان ته ۲۳ ميليون افغانۍ ځانگړې كړي، چې د روان كال په تناسب په كې زياتوالى راغلى دى.

آستراليا په روزگان كې شاوخوا ۱۵۰۰سرتېري لري.

Trending

Exit mobile version