سیمه ییز خبرونه
د روزگا ن ولايت د چورې ولسوالۍ سرپرست امنيه كوماندان ووژل شو
د روزگا ن ولايت د چورې ولسوالۍ د امنيه كوماندانۍ سرپرست د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو او دری نور پوليس ټپيا ن شويدی.
د چارواکو په وينا:
دا پېښه نن سهار د يادې ولسوالی په سيرۍ سيمه کې شويده.
د دې پېښې پخلی د روزگا ن د امنه قوماندانی د جنايي جرمونو په وړاندی د مبارزی مدير سمونوا ل گلاپ خان وکړ او زياته يي کړه، چې:
درېيم ساتنمن گل محمد د چها رشنبی د ورځې دسهار په اته بجو(د تلې ۶) د روزگا ن ولايت په سيرۍ سيمه کی هغه مها ل ووژل شو، چې د نوموړي رينجر موټر د دولت د مخالفينو له لوري د سړک غاړې پر ايښودل شوي ماين برابر او وچاوديد.
گلاپ خا ن زياته کړې، چې:
د ماين په دې چاودنه کې درې پوليس سرتېري ټپيا ن شوي هم دي.
د يادونی وړ ده، چې د جنوب لويديځې حوزیې امنيتي چارواکو پخپلې شپږ مياشتنۍ غونډه کې يوازينۍ لويه ستونزه د دولت د مخالفينو له لوري د سړک غاړې د ماينونو ځای پر ځای کول وبلل او ويلي يې ول، چې د دې ستونزې د حل په موخه يي يو لړ پروگرامونه ترلاس لاندی دی.