نړۍ
د روسيې لومړى وزير پوتين په دوه ورځيني سفر چين ته رسيدلى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
چين ته د روسيې د لومړي وزيرولاديمير پوتين سفر په داسې حال كې تر سره كېږي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې چين او روسيې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دوه دايمې غړيو په توگه د سوريې په وړاندې د لويديځ پرېكړه ليك رد كړه.
په پام كې ده، چې د روسيې لومړې وزير به په دغه دوه ورځينې سفر كې د چين له ولسمشر هوجين تاوو، د دغه هېواد د لومړي وزير وين جيا باوو او د چين د كنگرې له رييس وو بانگ گوا سره وگوري.
همدا راز پوتين به د دواړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو په شپاړسمه غونډه كې هم گډون وكړي.
د روسيې د لومړي وزيرمرستيال، چې له نوموړي سره چين ته تللى له خپل چيني سيال سره وگوري او د دواړو هېوادونو د همكاريو پر پراخيتا به خبرې اترې وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د چين او روسيې د لومړيو وزيرانو لومړۍ ناسته په ۱۹۹۶ع كال كې تر سره شوې وه .