سیمه ییز خبرونه

د روسيې ولسمشر په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو پر ماموريت نيوكه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولاديمير پوتين وايي:

دا مهال ترهگر كولى شي د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې په ورانكارو عملونو لاس پورې كړي.

ښاغلي پوتين همدا راز په افغانستان كې  د وېره اچوونكيو خوزښتونه د روسيې لپاره نوى گواښ بولي، او له خپلو متحدينو غواړي، چې له افغانستان سره خپلې پولې نورې هم ټينگې كړي.

د روسيې ولسشمر ولاديمير پوتين د خپل هېواد امنيت شورا ته، چې د افغانستان پر حالاتو جوړه شوې وه ويلي، چې امريكا او د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواكونه تر اوسه د ترهگرو او بنسټ پالو په وړاندې مبارزه كې نه دي بريالي شوي او په دې وروستيو كې ترهگر او بنسټ پالي فعال شوي دي.

د روسيې ولسمشر  ولاديمير پوتين زياته كړې، چې په نږدې راتلونكې كې به  افغانستان د بد حالت  شاهد وي. نړيوال ترهگر او بنسټ پالې ډلې د بې ثباتي د پراختيا لپاره خپل پروگرامونه نه پټوي او له شك پرته به هغوي هڅه وكړي، چې خپل ورانكاري فعاليتونه گاونډ هېوادونو ته وليږدوي.

د روسيې ولسمشر همدا راز زياته كړه، روسيه به د افغانستان له خاورې څخه د سرحدي گواښونو  د مخنيوي لپاره د آسيايي متحدينو په همكاري خپلې پولې نورې هم ټينگې كړي.

ښاغلي  ولاديمير پوتين ټينگار كړى، چې

له خپلو دوه امنيتي متحدينو سره، چې چين هم په كې راڅي، گډ كار پيل كړي.

په همدې حال كې د افغانستان متحدينو تل ټينگار كړى، چې د ترهگرۍ پر خلاف مبارزه كې به افغانستان يواځې نه پريږدي.

د افغانستان ملي دفاع وزير د هېواد د امنيتي حالت د خرابه كېدو په باب څرګندونې د رسنيو تبليغات بولي او وايې، ويره اچونكي له افغان ځواكونو سره د مخامخ كېدو توان نه لري.

كليپ… د افغانستان  ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي:

د افغانستان  د امنيتي حالت د خرابه كيدو په باب اندېښنې په داسې حال كې څرگنديږي، چې ټاكل شوې تر دوه راتلونكيو مياشتو له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي چارو د ليږد پېنځم پړاو پيل شي.

Trending

Exit mobile version