تازه خبرونه

د روسیي ولسمشرله طالب مشر سره پټه لیدنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بریتانیایي ورځپاڼې سندي تایمز د یو لوړپوړي طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې د روسیې ولسمشر پوتین د روان کال په سپتمبر کې له طالب مشر ملا اختر محمد منصور سره یوه پټه لیدنه کړې ده.

 

د دې لیدنې د بحث موخه له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ ښودل شوی دی.

 

روسانو له دې مخکې مرکزي آسیا ته د داعش له مخ په زیاتیدونکي نفوذ اندېښنه ښکاره کړې وه.

 

دغه راز طالب قومندان سندي تایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د هلمند د څو ولسوالیو له سقوط مخکې روسیې طالبانو ته د وسلو او مالي مرستو د ورکړې ژمنه کړې وه.

 

ویل کیږي، چې پوتین د شپې ناوخته د تاجکستان په یوه پوځي اډه کې دا لیدنه تر سره کړې ده.

 

د یادونې وړ ده، چې طالبانو او کرملین؛ دواړو د پوتین او منصور پټه ناسته رد کړې ده.

 

طالبانو په یوه خبر پاڼه کې په ډاگه کړې، چې د داعش په وړاندې مبارزه کې د چا مرستې ته اړ نه دي او په دې اړه یې هم له چا سره خبرې نه دي کړي. 

 

Trending

Exit mobile version