نړۍ

د روسیې او اوکراین جګړې نړۍ د خوراکي توکو له بحران سره مخ کړی – م.م

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په اوکراین کې رامنځته شوې جګړه د نړۍ د خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره ګواښ بولي او وایي، چې دې جګړې نړۍ څو اړخیزه زیانمنه کړې ده.

هغه څرګنده کړې، په اوکراین کې باید جګړه همدا اوس ودریږي.

ګوترش پر اوکراین د روسیې یرغل د دې هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه او د ملګرو ملتونو د منشور له ژمنو څخه سرغړونه نومولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون (چارشنبه د غبرګولي یوولسمه) د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې په یوه خبري غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال د اوکراین پر خاوره د روسیې یرغل یو څو اړخیز نړیوال کړکېچ وباله، چې د خواړو خوندیتوب، انرژۍ او د نړۍ اقتصاد ته یې زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څرګندونو له مخې، په اوکراین کې جګړې نه یوازې د افرادو، بلکې د نړۍ اقتصاد ته زیان رسولی دی.

روسیه او اوکراین په ګډه د نړۍ د غنمو د اکمالاتو درېیمه برخه جوړوي او روسیه د نړۍ کرونګرو ته د سرې یو ستر تولیدوونکی دی.

په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړي توګه د غلو دانو بیې پر اوکراین د روسیې له یرغل راپدیخوا چټکې لوړې شوې دي.

د غلو ځینې صادرونکي لکه هند، د خپلو کورنیو اړتیاوو له کبله د نړیوالو غنمو عرضه بنده کړې یا یې په جدي توګه کمه کړې ده. دا د دې لامل شوی، چې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې شي.

رویټرز د شنبې پر ورځ د کرملین د یوه ویاند له قوله ویلي، چې روسیه په بدل کې چمتو ده، چې د تورې بحیرې له بندرونو څخه د اوکرایین د غلو په ګډون د غلو دانو بې له خنډه صادراتو ته لاره اواره کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې مخکې د فرانسې، جرمني او اتریش په ګډون اروپايي مشرانو ته ویلي وه، چې د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې به د اوکراین له بندرونو څخه د خوراکي توکو بیا صادرولو ته چمتو دي.

Trending

Exit mobile version