تازه خبرونه

د روسیې او تاجکستان ولسمشران د افغانستان په اړه وغږېدل

Published

on

کرملین ماڼۍ ويلي، د روسیې او تاجکستان مشرانو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ دواړو مشرانو په افغانستان کې د اندېښنې وړ پرمختګونو او د تاجکستان پر پوله د وضعیت په اړه وغږېدل.

د کرملین د څرګندونو له مخې، د پوتین او رحمان ترمنځ ټیلیفوني خبرې د تاجکستان د ولسمشر په غوښتنه شوې دي.

دغه راز ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په افغانستان کې د پرمختګونو او په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو د وروستیو فعالیتونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

دغه راز ډاډ ورکړ شو، چې د روسیې او تاجکستان اړوند ادارې به د تاجکستان-افغانستان پولې د امنیت د تامین لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړي.

که څه هم په ډاګه شوې، چې نور جزئیات ندي ورکړ شوي؛ خو ویل شوي، چې د تاجکستان امنیتي اندېښنې به د ګډ امنیتي تړون هېوادونو په سرمشریزه کې مطرح شي.

دغه سرمشریزه به د می پر ۱۶ نېټه د روسیې پر کوربتوب ترسره شي.

Trending

Exit mobile version